د بختور اختر په مناسبت پيغام
د اذاد افغانان د مشرتابه شورا د اذاد افغانان د مشرتابه شورا

ګرانو هيوادوالو ،خويندو او ورونو

د روژي د  بختور اختر په مناسبت زموږ نيکي هيلي او دره ناوي ومني ، اختر مو مبارک شه ، هره ورځ مو اختر او خوشالي وي ،پاک اله د روژي د اختر په برکت زموږ په هيواد افغانستان کي دي سوله او ثبات ټينک کړي ،نور نو زموږ د بيګناه هيوادوالو ويني تويي نشي ،زموږ خويندي دي کونډي نشي،اولادونه مو يتيمان او بي سرپرست پاتي نشي،هيوادوال مو د وطن پريښودو ته اړ نشي او هجرتونه ونکړي،اتفاق او ورورولي د بي اتفاقي او دښمني ځاي ونسي ،نيستي او فقر خپل لمنه ټوله کړي ، هستي او بډايتوب زموږ د هر افغان په نصيب شي،نور نو غريبان او ګدايګران زموړ د هيواد د کوڅو نه ټول شي ، هيريون او د مخدره وژونکي مواد استفاده او کارول پر ځاي کار،روغتيا او نيکمرغه ژوند زموږ د هر هيوادوال کوربه وي،

درنو هيوادوالو

افغانستان د هر پښتون،تاجک،هزاره،ازبک،پشه اي،بلوڅ،نورستاني ، قزلباش،ترکمن او نورو قومونو او قبايلو ګډ کور ، ټاټوبي او زانکو ده ، د تاريخ په اوږدو کي دغه ټول قومونه د نني افغاستان په ساتنه،دفاع او پرمختګ کي خاص رول لوبولي دي،موږ ټول د افغان او افغانستان په نوم وياړو ،راځي چه په ګډه سره دغه د نيکونو پاتي ميراث سرلوړي افغانستان د جوړولو لپاره سره لاسونه سره ورکړو ،

 

درنو هيوادوالو :سياسي ، ټولينيز او فرهنګي ټولنو،

 

 

ټول سياسي ، ټولنيز ، او فرهنګي ټولني  د افغان او افغانستان بچيان او زموږ د هيواد پانګه ده ، ګوندونه او سياسي ټولني د هيواد د پرمختګ او ترقي لپاره ځانګړي پلانونه  او برنامي لري ، موړ بايد يو د بل اهداف او پلانونه ښه وڅيړو او دره ناوي وکړو  ،موږ حق نلرو چه ځان د افغانستان اصلي وارث اوبل دښمن او پردي وبولو ، ولي چه زموږ سياسي تاريخ دا په اثبات ورساوه چه هيڅ يو سياسي ګوند په يوازيتوب نشي کولاي د هيواد مشرتابه وکړي ، موږ بايد کوښښ وکړه چه يو بل ومنو او احترام وکړو ، بل څوک او يا بل سياسي جوړښت تور نکړو ،ځان سلامت او بل ملامت د هوښيارانو کار نده ،

ډير د تاسف وړ ده چه ځيني مشران او سياسي ډلي د افغانستان د سياسي تاريخ د نه درک کولو سره ډير زهرجن الفاظ د سياسي مخالفونو پر وړاندي کاروي ،لکه :کمونست ، کافر ، پاکستاني مزدور، غربي مزدور، روسي مزدور ، ايراني مزدور ، او نور نور .....

محترمو ورونو:زموږ سياسي تاريخ ښيي چه متاسفانه زموږ هيواد هيڅ کله هم داسي يو مشرتانه نه درلود چه ټول افغانانو په سر لاس کش کړي ، مينه او تودوخي ورکړي لکه يو پلار چه خپل اولادونه نازوي ، 

موږ پدي باور يو چه د افغانستان اصلي ستونزه زموږ په اقتصادي او علمي کمزورتيا کي نغښتي دي ، که موږ په اقتصادي او علمي کچه لوړ وي  نو اوسني ستونزي سره به لاس او ګريوان  نه واي ، 

نو راځي چه په ګډي سره د يو اذاد ، پر مختلي ، سرلوړي او دمو کراتيک  اسلامي  هيواد په جوړولو  کي  د لوي خدا ي نه  مرسته  وغواړو ، 

په پاي کي مو  يو ځل بيا اختر مو مبارک شه ، هره ورځ مو اختر وي ٠

 


September 9th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها